پکتیکا ولایت په زندان کې ۴۰ تنو محبوسینو د قرانکریم د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۸
پکتیکا

د دغه زندان مسوولین وايي، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو او د قرانکریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې څخه ۴۰ تنه محبوسینو د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د پکتیکا ولایت مرستیال والي، امنیه قوماندان، د علماوو شورا رئیس، د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین"،  یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو، قومي مخورو او د زندانیانو کورنیو غړيو  شتون درلود، وینا والو زندانیانو ته په خطاب کې د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ د قرانکریم او په تجوید د هغه د تلاوت د اهمیت او ثواب په اړه خبرې وکړې او په تجویدي بڼه د قرانکریم تلاوت یې د ټولو مسلمانانو لپاره اړین وګڼه.

د مراسمو ویناوالو دې ۴۰ تنو محبوسینو قاریانو او ناظرینو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د هغوی لپاره د الله پاک (ج) له خوا یو لوی نعمت او رحمت یاد کړ.

د مراسمو په پای کې، د پکتیکا ولایت په زندان کې د قرانکریم د حفظ او ناظرې د دورې یاد شمېر فارغو شویو محبوسینو ته د اعزاز پګړۍ پر سر او د خیر دعا ورته وشوه.

 

ربیع الاول ۱۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS