پکتیکا ولایت په زندان کې ۴۰ تنو محبوسینو د قرانکریم د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله
د دغه زندان مسوولین وايي، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو او د قرانکریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې څخه ۴۰ تنه محبوسینو د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د پکتیکا ولایت مرستیال والي، امنیه قوماندان، د علماوو شورا رئیس، د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین"، یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو، قومي مخورو او د زندانیانو کورنیو غړيو شتون درلود، وینا والو زندانیانو ته په خطاب کې د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ د قرانکریم او په تجوید د هغه د تلاوت د اهمیت او ثواب په اړه خبرې وکړې او په تجویدي بڼه د قرانکریم تلاوت یې د ټولو مسلمانانو لپاره اړین وګڼه.
د مراسمو ویناوالو دې ۴۰ تنو محبوسینو قاریانو او ناظرینو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د هغوی لپاره د الله پاک (ج) له خوا یو لوی نعمت او رحمت یاد کړ.
د مراسمو په پای کې، د پکتیکا ولایت په زندان کې د قرانکریم د حفظ او ناظرې د دورې یاد شمېر فارغو شویو محبوسینو ته د اعزاز پګړۍ پر سر او د خیر دعا ورته وشوه.
ربیع الاول ۱۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
