ولایتي خبرونه: (غزني، ننګرهار، میدان وردګ) د غزني ولایت د زندان څخه (۲۲۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
یاد شمېر زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام تائیدۍ پر بنسټ د غزني ولايت زندان څخه (۱۲۵) تنه ازاد او (۱۰۰) تنه نورو ته د بند په موده کې کموالی راغی.
د زندانونو چارو د تنظیم اداره ژمنه ده، چې د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف په اړه فرمانونه به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلې کړي.
ننګرهار:
د ننګرهار ولایت د زندان رئیس د نورستان ولایت زندان څخه لیدنه وکړله
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او مل پلاوي یې د نورستان ولایت د زندان له امر محترم قاري عبیدالله "عباد"سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو یې سره بحث وکړ.
یاد پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته د نوموړو د خونو حالت، ښوونې او بیا روزنې بهیر له نږدې وکته او له مسوولینو څخه یې د زندانیانو د ښې ساتنې او پالنې په موخه د مننې تر څنګ ورته د لا نورو غوره چوپړتیاوو برابرولو په هدف لارښونه وکړله.
په پای کې، مولوي سعید د زندان او زندانیانو د حال او احول اخیستلو ورسته د نورستان ولایت د زندان زندانیانو لپاره د حفظ الصحې، یونیفورم، ورزشي، قرطاسیې او داسې نور توکي چې له ځان سره راوړي و، زندانیانو باندې وویشل او له زندانیانو څخه یې و غوښتل څو له ښوونیزو او روزنیزو پرګرامونو څخه ښه استفاده وکړي.
میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت په زندان کې د نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه یو میاشتنی روزنیز سمینار پیل شو
د یاد سمینار د پرانیستې په مراسمو کې، د میدان وردګ زندان امر محترم ملا محمدهاشم "حقاني" او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون کړی و، چې په کې به نظامي پرسونل ته د نظامي نظم او انضباط، د مسوولیت پېژندنې، له بندیانو سره د ښه چلند، امنیتي تدابیرو او د دندو د لا ښه ترسره کولو اړوند مهم موضوعات تدریس شي.
ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
