ولایتي خبرونه( بلخ، پروان، هرات، میدان وردګ، غور، کونړ او زابل) د اسد ۲۴مه، د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت د فتحې ورځې په مناسبت د پنځو ولایتونو زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۴:۲۲
6565

د اسد ۲۴مه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت د بریا، فتحې او خپلواکۍ ورځې په مناسبت د بلخ، پروان، هرات، میدان وردګ، غور، کونړ او زابل ولایتونو په زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې.

په دغو مراسمو کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو، نظامي او ملکي کارکوونکو او نورو اړوندو کسانو ګډون کړی و.

په لمانځغونډو کې ویناوالو د اسد ۲۴مې د ورځې پر تاریخي اهمیت خبرې وکړې او دا ورځ یې د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو او برخلیک ټاکونکو ورځو څخه وبلله.

د غونډو ګډونوالو د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د افغانانو د اوږدو مبارزو او مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو یادونه وکړله او د هغوی د مبارزو درناوی یې وکړ.

ویناوالو وویل: چې افغانانو د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د خپلې خاورې د دفاع په لاره کې سترې قربانۍ ورکړې دي.

هغوی ټینګار وکړ چې د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنه یوازې د یوه نسل مسوولیت نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

په دغو مراسمو کې همداراز د هېواد د امنیت، ثبات، ملي یووالي او ابادۍ پر اهمیت خبرې وشوې او له مسوولینو او کارکوونکو وغوښتل شول چې خپلې دندې په صداقت، اخلاص او مسوولیت‌پذیرۍ سره ترسره کړي.

د زندانونو اړوندو مسوولینو وویل چې د هېواد د امنیت او ثبات ترڅنګ، د محبوسینو د اصلاح او بیا روزنې، هغوی ته د مناسب ژوند شرایطو برابرولو او د قانوني او بشري اصولو په چوکاټ کې د زندانونو د چارو د ښه تنظیم په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د غونډو په پای کې، د افغانستان د خپلواکۍ او فتحې ورځې د ارزښتونو پر ساتنې، د هېواد د ابادۍ او ثبات لپاره د ګډو هڅو او د خلکو د خدمت پر دوام ټینګار وشو.

د اسد ۲۴مه هر کال د افغانانو له لوري د هېواد د خپلواکۍ، مبارزې او سرښندنو د یاد او درناوي په موخه لمانځل کېږي.

 

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۴:۳۰
Background image

اداره تنظیم امور زندانها از بیست‌وچهارم اسد پنجمین سالروز فتح امارت اسلامی افغانستان تجلیل به عمل اورد

دراین محفل محترم لوی پاسوال الحاج  محمد کاظم  "طارق" معاون نظامی اداره تنظیم امور زندان ها، محترم مولوی عبدالهادی "مالی  اخندزاده " رئيس  عمومی مالی و اداری،  محترم الحاج اسدالله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۴:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د پکتیا ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال"فاتح" او مل پلاوي یې پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" سره يې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د اسد ۲۴مه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت د مبینې فتحې ورځې په ویاړ لمانځ غونډه وشوه

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS