ولایتي خبرونه( بلخ، پروان، هرات، میدان وردګ، غور، کونړ او زابل) د اسد ۲۴مه، د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت د فتحې ورځې په مناسبت د پنځو ولایتونو زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې

news_admin
Sat, Aug 15 2026 2:22 PM
6565

د اسد ۲۴مه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت د بریا، فتحې او خپلواکۍ ورځې په مناسبت د بلخ، پروان، هرات، میدان وردګ، غور، کونړ او زابل ولایتونو په زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې.

په دغو مراسمو کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو، نظامي او ملکي کارکوونکو او نورو اړوندو کسانو ګډون کړی و.

په لمانځغونډو کې ویناوالو د اسد ۲۴مې د ورځې پر تاریخي اهمیت خبرې وکړې او دا ورځ یې د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو او برخلیک ټاکونکو ورځو څخه وبلله.

د غونډو ګډونوالو د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د افغانانو د اوږدو مبارزو او مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو یادونه وکړله او د هغوی د مبارزو درناوی یې وکړ.

ویناوالو وویل: چې افغانانو د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د خپلې خاورې د دفاع په لاره کې سترې قربانۍ ورکړې دي.

هغوی ټینګار وکړ چې د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنه یوازې د یوه نسل مسوولیت نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

په دغو مراسمو کې همداراز د هېواد د امنیت، ثبات، ملي یووالي او ابادۍ پر اهمیت خبرې وشوې او له مسوولینو او کارکوونکو وغوښتل شول چې خپلې دندې په صداقت، اخلاص او مسوولیت‌پذیرۍ سره ترسره کړي.

د زندانونو اړوندو مسوولینو وویل چې د هېواد د امنیت او ثبات ترڅنګ، د محبوسینو د اصلاح او بیا روزنې، هغوی ته د مناسب ژوند شرایطو برابرولو او د قانوني او بشري اصولو په چوکاټ کې د زندانونو د چارو د ښه تنظیم په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د غونډو په پای کې، د افغانستان د خپلواکۍ او فتحې ورځې د ارزښتونو پر ساتنې، د هېواد د ابادۍ او ثبات لپاره د ګډو هڅو او د خلکو د خدمت پر دوام ټینګار وشو.

د اسد ۲۴مه هر کال د افغانانو له لوري د هېواد د خپلواکۍ، مبارزې او سرښندنو د یاد او درناوي په موخه لمانځل کېږي.

 

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS