د زندانونو چارو تنظیم اداره کې د تفتیش عالي ادارې د ۱۴۰۴ کال کاري موده پای ته ورسېده
د تفتیش عالي ادارې پلاوي د زندانونو چارو د تنظیم عمومي ریاست په اړوندو برخو کې د ۱۴۰۴ مالي کال د څارنې او ارزونې چارې بشپړې او راټول شوي معلومات یې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ سره شریک کړل.
د تفتیش عالي ادارې مرکزي بودیجې رئیس محترم مولوي محمد حسن "موسي زي" وویل، د څارنې په ترڅ کې د ادارې د عوایدو او لګښتونو حسابونه، اسناد او اجرایي کړنلارې په دقت وڅېړل شوې او اړوند سپارښتنې د لا ښه همغږۍ او اصلاح لپاره د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړې.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، مالي او بودجې رئیس محترم مشعل "حکمت" او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، په مالي چارو کې د استخباراتو د صفر ۸ ریاست استازي محترم شفیع الله "غزنوي" هم شتون درلود، د تفتیش ادارې له پلاوي مننه وکړله او ویې ویل؛ چې د هغوی سپارښتنې به د ادارې د عوایدو او لګښتونو حسابونه د شفافت او لا پرمختګ لپاره عملي کړي.
د تفتیش ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پروسه د مالي او اداري د فعالیتونو د شفافیت او اغېزمنتیا د ارزونې په موخه ترسره شوې وه، او نوموړې اداره ټینګار کوي، چې د څارنې او تفتیش دوام د شفافیت د ټینګښت، د قانون د حاکمیت او د اداري اصلاحاتو لپاره او دا لړۍ به په راتلونکي کال کې هم د پلان سره سم روانه وي.
صفر المظفر ۶/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
