د زندانونو چارو تنظیم اداره کې د تفتیش عالي ادارې د ۱۴۰۴ کال کاري موده پای ته ورسېده

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۴
تفتیش

د تفتیش عالي ادارې پلاوي د زندانونو چارو د تنظیم عمومي ریاست په اړوندو برخو کې د ۱۴۰۴ مالي کال د څارنې او ارزونې چارې بشپړې او راټول شوي معلومات یې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ سره شریک کړل.

د تفتیش عالي ادارې مرکزي بودیجې رئیس محترم مولوي محمد حسن "موسي زي" وویل، د څارنې په ترڅ کې د ادارې د عوایدو او لګښتونو حسابونه، اسناد او اجرایي کړنلارې په دقت وڅېړل شوې او اړوند سپارښتنې د لا ښه همغږۍ او اصلاح لپاره د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړې.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، مالي او بودجې رئیس محترم مشعل "حکمت" او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، په مالي چارو کې د استخباراتو د صفر ۸ ریاست استازي محترم شفیع الله "غزنوي" هم شتون درلود، د تفتیش ادارې له پلاوي مننه وکړله او ویې ویل؛ چې د هغوی سپارښتنې به د ادارې د عوایدو او لګښتونو حسابونه  د شفافت او لا پرمختګ لپاره عملي کړي.

د تفتیش ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پروسه د مالي او اداري د فعالیتونو د شفافیت او اغېزمنتیا د ارزونې په موخه ترسره شوې وه، او نوموړې اداره ټینګار کوي، چې د څارنې او تفتیش دوام د شفافیت د ټینګښت، د قانون د حاکمیت او د اداري اصلاحاتو لپاره او دا لړۍ به په راتلونکي کال کې هم د پلان سره سم روانه وي.

 

صفر المظفر ۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

نشستی به منظور هماهنگی میان اداره تنظیم امور زندانها و کمیته جهانی صلیب  سرخ تدویر گردید

در این نشست روی تطبیق پروژه های سال ۲۰۲۶ میلادی و هماهنگی بیشتر برای کمکهای سال آینده  کمیته جهانی صلیب سرخ با اداره تنظیم امور زندانها بحث و تبادل نظر صورت گرفت. 

در این نشست محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

مدیر نظامی جدید زندان ولایت کنر معرفی گردید

به اساس هدایت رهبری اداره تنظیم امور زندانها  محترم مولوی سهیل "سعید" رئیس زندان ولایت ننگرهار طی محفلی محترم سمونمل قاری بسم الله را به حیث مدیر جدید نظامی زندان ولایت کنر برای پرسونل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس په انګړ کې محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو شپږ میاشتنۍ دوره پېل شو

یاده دوره چې ، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په همغږۍ او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ، د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس (۹۰) تنو محبوسینو ته جوړه شوې، د شپږو. . .

BACK TO NEWS