د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د حرفوي زده کړو نوي شاپونه پرانېستل شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۸
هلمند

د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو د اصلاح، ځان بسیاینې او ټولنې ته د بېرته اغېزمن ادغام په موخه، د ډاکار موسسې له لورې د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ، د بوټ جوړونې او کالیو ګنډلو حرفوي شاپونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد شاپونه د زندانیانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د کار زمینه برابرولو او د هغوی د راتلونکي ژوند د ښه والي لپاره رامنځته شوي دي.

 په هر شاپ کې ۳۰ تنه زندانیان په عملي او نظري ډول حرفوي زده کړې ترلاسه کوي، څو د بند مودې له پای ته رسېدو وروسته وکولای شي د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره ګټور مهارتونه ولري.

د دې پروګرام له مخې، هر ګډونوال ته د زده کړو پر مهال میاشتې ۴۰۰۰ افغانۍ مرسته معاش ورکول کېږي، چې دا چاره د هغوی د هڅونې او ملاتړ په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

همداراز، د روزنیز کورس له بشپړېدو وروسته، هر فارغ ته د خپل کسب د پیل لپاره د ۲۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت اړین وسایل هم ورکول کېږي.

د زندان مسوولینو دغه نوښت د زندانیانو د اصلاح او بیا ادغام په برخه کې خورا ارزښتناک وباله او څرګنده یې کړه چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د زندانیانو مسلکي ظرفیت لوړوي، بلکې هغوی ته د یوه باعزته او خپلواک ژوند زمینه هم برابروي.

د زندانونو چارو د سمون اداره د ورته پروګرامونو د پراختیا لپاره ژمنه ده، څو زندانیان د اصلاح ترڅنګ د کار او تولید له لارې د خپل راتلونکي ژوند لپاره ښه چمتووالی ومومي.

 

ذوالقعده ۱۵/ ۱۴۴۷

 د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د څرخي پله مرکزي زندان په انګړ کې د (اسلامي نظامي پیاوړتیا) تر سرلیک لاندې د کرکټ دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

دغه سیالۍ، چې د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو څرخي پله مرکزي زندان په انګړ کې د نظامي پرسونل د کرکټ پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، په پای لوبه کې د قطعې (اتفاق) لوبډلې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د حرفوي زده کړو نوي شاپونه پرانېستل شول

د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو د اصلاح، ځان بسیاینې او ټولنې ته د بېرته اغېزمن ادغام په موخه، د ډاکار موسسې له لورې د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندان. . .

BACK TO NEWS