د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د حرفوي زده کړو نوي شاپونه پرانېستل شول
د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو د اصلاح، ځان بسیاینې او ټولنې ته د بېرته اغېزمن ادغام په موخه، د ډاکار موسسې له لورې د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ، د بوټ جوړونې او کالیو ګنډلو حرفوي شاپونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد شاپونه د زندانیانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د کار زمینه برابرولو او د هغوی د راتلونکي ژوند د ښه والي لپاره رامنځته شوي دي.
په هر شاپ کې ۳۰ تنه زندانیان په عملي او نظري ډول حرفوي زده کړې ترلاسه کوي، څو د بند مودې له پای ته رسېدو وروسته وکولای شي د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره ګټور مهارتونه ولري.
د دې پروګرام له مخې، هر ګډونوال ته د زده کړو پر مهال میاشتې ۴۰۰۰ افغانۍ مرسته معاش ورکول کېږي، چې دا چاره د هغوی د هڅونې او ملاتړ په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.
همداراز، د روزنیز کورس له بشپړېدو وروسته، هر فارغ ته د خپل کسب د پیل لپاره د ۲۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت اړین وسایل هم ورکول کېږي.
د زندان مسوولینو دغه نوښت د زندانیانو د اصلاح او بیا ادغام په برخه کې خورا ارزښتناک وباله او څرګنده یې کړه چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د زندانیانو مسلکي ظرفیت لوړوي، بلکې هغوی ته د یوه باعزته او خپلواک ژوند زمینه هم برابروي.
د زندانونو چارو د سمون اداره د ورته پروګرامونو د پراختیا لپاره ژمنه ده، څو زندانیان د اصلاح ترڅنګ د کار او تولید له لارې د خپل راتلونکي ژوند لپاره ښه چمتووالی ومومي.
ذوالقعده ۱۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
