ولایتي خبرونه: (بلخ، سمنګان) د بلخ ولایت د زندان رئیس او د دې ولایت راه سعادت خصوصې پوهنتون د رئیس ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۳۸
ولایتی

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به هر هغه محصل چې د بلخ ولایت د زندان له ریاست لخوا ورپیژندل کیږې، یاد پوهنتون لخوا به د سمسټرونو د فیس په برخه کې تخفیف ورکول کیږي.

‎ همداراز، د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" د نوموړي پوهنتون له رئیس څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ عصری علوم د نن عصر یوه اړینه اړتیا بلل کیږې او له عصری علوم پرته یو هېواد نه شي کولی خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.

نوموړي د یاد پوهنتون له رئیس څخه غوښتنه وکړله، چې د خپل هېواد د راتلونکي نسل لپاره د عصري او اسلامي زده کړو فرصتونه لا پیاوړي کړي.

داراز، د یاد پوهنتون رئیس دا کړنه خپله فرضي او دیني وجیبه وګڼله او ژمنه یې وکړله، چې د بلخ ولایت زندان سره په نورو برخو کې هم همکاري وکړي.

سمنګان:

د سمنګان ولایت په زندان کې د چاپېریال د پاکوالي او د ناروغیو د مخنیوي په موخه د زندان انګړ، شنې سیمې او د استوګنې خونې دواپاشي شوې.

د زندان مسوولینو په خبره، د دغو کړنو موخه د موسمي ناروغیو، حشراتو او مکروبونو د خپرېدو د مخنیوي او د زندانیانو او کارکوونکو لپاره یو سالم او پاک چاپېریال برابرول دي.

دوی زیاته کړله، چې د حفظ الصحې اړوند دا ډول پروګرامونه به دوام ولري، څو د زندان دننه روغتیايي وضعیت ښه او د ناروغیو خطر تر ډېره کم شي.

بل لور ته بیا، یو شمېر زندانیانو هم د دغه اقدام هرکلی وکړ او دا یې د خپل ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره مهم ګام وباله.

 

ذوالقعده ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS