د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس د پکتیا ولایت د زندان له تعمیراتي چارو څخه لیدنه وکړله
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم الحاج عبدالرحمن "عابد" په مشرۍ یو پلاوی پکتیا ولایت ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره د تعمیراتي او رغنیزو چارو په اړه خبرې اترې وکړلې.
په دې خبرو اترو کې، د یاد ولایت د زندان د نویو رغنیزو چارو د پېل لپاره د مسلکي انجنیرانو او ابتدايی براوردونو په برخه کې ټولې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې د رسېدنې ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، د یاد زندان رئیس محترم قاري عبد الغني عادل په دغه زندان کې د زندانیانو د لا هوساینې په موخه د یو شمېر نورو تعمیراتي خدمتونو د زیاتولو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له لوري ورته یاده موضوع په مرکز کې له رهبرۍ سره د شریکولو او تر غور او مشورې وروسته د ډېر ژر رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
رمضان المبارک ۱۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
