د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس د پکتیا ولایت د زندان له تعمیراتي چارو څخه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Mar 04 2026 11:51 AM
پکتیا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم الحاج عبدالرحمن "عابد" په مشرۍ یو پلاوی پکتیا ولایت ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره د تعمیراتي او رغنیزو چارو په اړه خبرې اترې وکړلې.

په دې خبرو اترو کې، د یاد ولایت د زندان د نویو رغنیزو چارو د پېل لپاره د مسلکي انجنیرانو او  ابتدايی براوردونو په برخه کې ټولې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې د رسېدنې ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، د یاد زندان رئیس محترم قاري عبد الغني عادل په دغه زندان کې د زندانیانو د لا هوساینې په موخه د یو شمېر نورو تعمیراتي خدمتونو د زیاتولو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له لوري ورته یاده موضوع په مرکز کې له رهبرۍ سره د شریکولو او تر غور او مشورې وروسته د ډېر ژر رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

 

رمضان المبارک ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS