د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۴۶
ماشومان

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې چې پلاوي له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

همداراز، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د یاد مرکز محجوزینو ته توصیه وکړله، چې تېرو کړنو څخه پېښمانه او ادارې لخوا په چمتو شویو اصلاحي او زده کړه ییزو برنامو کې خپله ونډه لا زیاته کړي څو  د حجز مودې په پوره کېدو سره سم لوستي او کاسب وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ او عادي ژوند ته را وګرځي.

په پای کې، نوموړي پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د یاد مرکز محجوزینو لپاره د ښو خدماتو په پار د مسولینو کړنې وستایلې.

 

شعبان المعظم ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

دغه ټورنمنټ چې د دې ولایت د ورزش او سپورت امریت په همکارۍ پيل شو، پینځه ورځې به دوام ولري او موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د ملګرو ملتونو له لوري د ښځینه محبوسینو د خیاطۍ ټولګي سره د سولري او برقي تجهیزاتو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو (UN) له لوري د بامیان ولایت د ښځینه محبوسینو د صنعتي بلاک د خیاطۍ ټولګي د پیاوړتیا په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS