د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, Jan 24 2026 11:46 AM
ماشومان

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې چې پلاوي له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

همداراز، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د یاد مرکز محجوزینو ته توصیه وکړله، چې تېرو کړنو څخه پېښمانه او ادارې لخوا په چمتو شویو اصلاحي او زده کړه ییزو برنامو کې خپله ونډه لا زیاته کړي څو  د حجز مودې په پوره کېدو سره سم لوستي او کاسب وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ او عادي ژوند ته را وګرځي.

په پای کې، نوموړي پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د یاد مرکز محجوزینو لپاره د ښو خدماتو په پار د مسولینو کړنې وستایلې.

 

شعبان المعظم ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS