د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د کونړ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۹:۰
کنر

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، کونړ ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

تر هغې وروسته نوموړي د کونړ ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې تاسو ته اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرو چې له یوې خوا دا ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا ښه به دا وي چې په کې ونډه واخلئ او له بنده تر ازادېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ».

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د مسوولینو له خوا له ښه چلنده د رضایت په څرګندولو د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو وګڼله، چې د پلاوي له خوا ورته هم ډاډ ورکړل شو، چې دا غوښتنه به یې له عدلي او قضايي اورګانونو سره شریکه کړي، څو ورته پروخت رسېدنه وشي.

په پای کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د  کونړ ولایت د زندان د مالي او ادراي، صنعتي، تخنیک، لوژستیک، مخابرې، د ډوډۍ او خوړو پخولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارو د لیدنې ترڅنګ یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت په جلا جلا توګه له نږدې وارزاوه او د هغو د لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

جمادي الاول ۱۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند د هېواد په ټولو زندانونو کې د ښوونځیو او مدرسو د جوړولو، او زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو د لا پراخوالي په موخه د فرصتونو د برابرولو لپاره، د زندانونو چارو د سمون  ادارې او د پوهنې وزارت ترمنځ هوکړه ‌لیک لاس

د دې هوکړې له مخې دواړه ادارې به په ګډه کار کوي څو د زندانونو دننه تعلیمي پروګرامونه پلي کړي، د سواد زده کړې، دیني او عصري علومو مضمونونو لپاره ښوونکي وګماري، او هغه بنديان چې له زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۹:۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د کونړ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۳۶
Background image

د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ د فوټسال ټورنمنټ د نهم بلاک د لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د ټول شموله ورزشونو امریت په تخنیکي همکارۍ د نوموړي محبس د (۷). . .

BACK TO NEWS