د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د کونړ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Nov 05 2025 9:00 AM
کنر

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، کونړ ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

تر هغې وروسته نوموړي د کونړ ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې تاسو ته اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرو چې له یوې خوا دا ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا ښه به دا وي چې په کې ونډه واخلئ او له بنده تر ازادېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ».

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د مسوولینو له خوا له ښه چلنده د رضایت په څرګندولو د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو وګڼله، چې د پلاوي له خوا ورته هم ډاډ ورکړل شو، چې دا غوښتنه به یې له عدلي او قضايي اورګانونو سره شریکه کړي، څو ورته پروخت رسېدنه وشي.

په پای کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د  کونړ ولایت د زندان د مالي او ادراي، صنعتي، تخنیک، لوژستیک، مخابرې، د ډوډۍ او خوړو پخولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارو د لیدنې ترڅنګ یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت په جلا جلا توګه له نږدې وارزاوه او د هغو د لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

جمادي الاول ۱۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS