د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال په مشرۍ یوه پلاوي د فاریاب ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۵۹
فاریاب

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌ الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، مالي او حسابي رئیس محترم حکمت "مشعل"، د کشف معاون، د شخصیتي دوسیو، مخابرې او اوپراسیون امرینو یې هم ملتیا کوله، د فاریاب د زندان له مسوولینو سره د زندان او زندانیانو د وضعیت په ځانګړې توګه د نظامي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال د نوموړي زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه څارنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د یادو برخو د لا خوندیتوب په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نوموړي ولایت زندان د زندانیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی خبرې او غوښتنې واورېدې او ورته یې له خپله اړخه د رسېدنې په موخه د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولینو ته هم لارښوونې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال په مشرۍ پلاوي د دې زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، صنعتي، کانتین او روغتیایې برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او اړوندو مسوولینو ته یې د لا ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده،  چې د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د یادې ادارې تر چتر لاندې زندانونو څارنه وکړي، مثبت فعالیتونه یې غښتلي او ستونزو یې پر وخت حل کړي.

 

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS