د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۶
میدان وردک

د یادې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو یې هم ملتیا کوله، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې. 

تر هغې وروسته نوموړي د میدان وردګ ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل: « موږ هڅه کړې چې تاسو ته اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرو چې له یوې خوا دا ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا ښه به دا وي چې په کې ونډه واخلئ او له بنده تر ازادېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ».

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د نوموړي پلاوي پر ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله د رضایت په څرګندولو د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له خوا ورته هم ډاډ ورکړل شو، چې دا غوښتنه به یې له عدلي او قضايي اورګانونو سره شریکه کړي، څو ورته پروخت رسېدنه وشي.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د میدان وردک ولایت د زندان د مالي او ادراي، صنعتي، تخنیک، لوژستیک، مخابرې، د ډوډۍ او خوړو پخولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارو د لیدنې ترڅنګ، د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت په جلا جلا توګه له نږدې وارزاوه او د هغو د لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ذوالحجة الحرام ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS