د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د فراه ولایت له زندانه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" او مل پلاوي يې فراه ته د خپل سفر پرمهال او د دغه ولایت د زندان د وضعیت ارزونې په موخه لومړی د دې زندان له مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ترسره شويو فعالیتونو او د زندانیانو ځینو روا غوښتنو او ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې اترې وشوې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د فراه ولایت د زندان مسوولینو ته د زندانیانو د محاکماتي چارو د چټکيا، د ښوونیزو، روزنیزو او کسب زده کړې پروګرامونو، سهولتونو او پراخو خدمتونو رامنځته کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همداشان، پلاوي د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او نوموړو هم د یاد زندان د مسوولینو له خوا دوی سره د ښه چلند له امله د مننې ترڅنګ، شریکو شویو ستونزو او روا غوښتنو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ، چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
همدا شان، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د یاد زندان اداري، روغتیايي، امنیتي، ښوونیزې، روزنیزې او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته ګټورې لاښوونې وکړې.
شوال المکرم ۲۴/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت