(۲۱۱) تنه افغان زندانیان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د خپلو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په دوام، داځل نیمروز ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د افغان بندیانو د لېږد په هکله د هوکړې پر بنسټ، په داسې حال کې چې د نېمروز ولایت والي محترم شیخ محمد قاسم "خالد" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، (۲۱۱) تنه افغان زندانیان چې د بیلابیلو جرمونو په تور په دغه هېواد کې زندانیان وو، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو ته وسپارل شول.
داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل: « د ایران اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو په پایله کې د (۴۸۴) تنه زندانیان چې په دې هېواد کې د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ا.ا.ا. ته سپارل کېږي.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس زیاته کړله چې د یادو زندانیانو د لېږد پروسه تېره ورځ د (۲۱۱) تنو افغان زندانیانو په سپارلو سره پیل شوه چې هر یو به خپلو ولایتونو ته انتقالېږي او د حبس ټاکل شوې موده به هلته تېروي او له هغه وروسته به خپلو کورنیو ته سپارل کېږي چې په دې موده کې د یادې ادارې له لوري ورته د ژوندانه ټول سهولتونه، د دیني عصري او حرفوي زده کړې او نورې چوپړتیاوې برابرې شوي.
هېره دې نه وي، چې تر دې دمخه هم د ایران اسلامي جمهوریت څخه ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې ته یو شمېر زندانیان سپارل شوي و، چې د دې ادارې له لوري ورته ټول خدمتونه او د ژوند مناسب چاپېریال برابر شوی وو.
رمضان المبارک ۲۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت