د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو معاونیت ته ښوونیز او روزنیز پلانونه وړاندې کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستال محترم الحاج مولوي محمد کاظم "طارق" ته ښوونیز، روزنیز او اصلاحي پلانونه وړاندې کړل.
داراز، محترم الحاج مولوي طارق د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له کړنو خوښي و خوده او د یاد ریاست پلانونه یې ارزښتمن یادکړل.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د یاد ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو د دغې ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې زندانیانو ته لا نورې هم ګټورې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې زندانیان له کړو خطاوو او جرمونو څخه لاس په سر او خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
رمضان المبارک ۱۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت