د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو معاونیت ته ښوونیز او روزنیز پلانونه وړاندې کړل

news_admin
Sat, Mar 15 2025 12:12 PM
معاونیت پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستال محترم الحاج مولوي محمد کاظم "طارق" ته ښوونیز، روزنیز او اصلاحي پلانونه وړاندې کړل.

داراز، محترم الحاج مولوي طارق د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له کړنو خوښي و خوده او د یاد ریاست پلانونه یې ارزښتمن یادکړل.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د یاد ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو د دغې ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې زندانیانو ته لا نورې هم ګټورې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې زندانیان له کړو خطاوو او جرمونو څخه لاس په سر او خپلې کورنۍ  او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

 

رمضان المبارک ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS