د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د توقیفیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ د ازموینې په اخیستو سره پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۵۱
امتحان

دغه سیالۍ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډې همکارۍ د یادې توقیفخونې د توقیفیانو تر منځ پيل شوې وه، د ازموینې په اخېستو سره پای ته ورسېده.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې مسوولینو د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړو روزونکو برنامو په ارزښت یې خبرې وکړې او وویل چې دا د هر مسلمان ځوان دنده ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

داراز، د یادې توقیفخونې توقیفیانو دغه سیالي د دوی دیني پوهې په لوړولو کې ارزښتمنده یاده کړله او ژمنه یې وکړله چې دا ډول او ورته نورو ښوونیز او روزنیزو برنامو کې به په پوره لیوالتیا سره برخه اخلي.

د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې رئیس محترم قاري محمد ګل "جګر خون" په خبره، د یادې سیالۍ ګډونوالو د  پارچو ارزونې وروسته به ممتازو کسانو ته ډالۍ هم ورکړل شي.

 

شعبان المعظم ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۶
Background image

مرکزي او ولایتي خبرونه: د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې له محجوزینو د کتاب لوستنې ازموینه واخیستل شوه

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د تنویر فرهنګي ټولنې له لوري د «ځوانانو مسوولیت» تر عنوان لاندې د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

د مسوولینو په وینا، یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

BACK TO NEWS