ولایتي خبرونه (ننګرهار،هرات، بامیان، بغلان) د سره صلیب نړیواله کمېټه د ننګرهار ولایت د زندان له معلولو زندانیانو سره اړینې مرستې کوي

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۲۲
ولایتی

د سره صلیب ڼویوالې کمېټې مسوولینو د دې ولایت  د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" سره ولیدل  او د معلولو زندانیانو ته د خدماتو وړاندې کولو په اړه ورسره خبرې وکړې.

د سره صلیب نړېوالې کمېټې تخینکي ټیم له لورې د نوموړي زندان د معلولو زندانیانو ته د ځېنو مصنوعي غړیو ترمیم او د یو شمېر نورو یې د پښو قالبونو اندازه واخيسته، څو په دې برخه کې د معلولو زندانیانو شته ستونزې هوارې شي.

داراز، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس د یادې کمېټې د همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړله او د سره صلیب نړېوالې کمېټې څخه يې وغوښتل چې دا ډول خدمات زیات کړي څو په پرمټ يې وکولی شي چې د معلولو زندانیانو فزیکي او روغتیا اړتیاوې پوره کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د هرات ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

په دغه مرسته کې چې شامپو، صابون، د غاښونو کریم او برس شامل ول د نوموړي ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پرمحجوزینو د دې مرکز مسوولینو په حضور کې ویشل شوه.

د دې ولایت د زندان رئیس د یونیسف موسسې له لورې دا ډول مرستې د محجوزینو روغتیا ساتنې په موخه اړینې یادې کړلې او زیاته یې کړله چې د محجوزینو د ښې پالنې په موخه به د مرستو په جلبولو کې هڅې لا ګړندۍ کړي.

 

 

 

 

بل لورته بیا، د بامیانوولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته یو ورځنی سمینار ترسره شو

 

د دې ولایت د زندان د تکړه استادانو له لورې د نوموړي زندان ملکي او نظامي پرسونل ته د پوهې لوړونې په موخه د اداري چارو د لا ښه ترسراوي او نظامي نظم او ډیسپلین په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یاد زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" او یو شمیر نور مسولینو هم ګډون کړی وه په خپلو خبرو کې د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سمینار په ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي چارو کې ګټه پورته کړي.

 

بل خوا، د بغلان ولایت د زندان دننه جم نظام لپاره یو سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو

د دې ولایت د مسوولینو په وینا،  یاد سړک چې سل متر اوږدوالۍ او شپږ متره سور لري د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

 

شعبان المعظم ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د محابسو مسلکي روزنیز دوه میاشتني کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو دوه میاشتې زده کړو په دوره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

ولایتي خبرونه ( بلخ، نورستان) د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو (۲۶۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د بلخ او نورستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

BACK TO NEWS