د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي زندان څخه (۷۰) تنه زندانیان خوشې او (۷۵)  تنو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۳۹
رهایی

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي زندان څخه د نارینوو او ښځینوو په ګډون (۷۰)تنو ته عفوه او (۷۵) تنو ته چې په دیني او عصري زده کړو کې یې برخه اخیستې او ښه ځلیدلي وو له تخفیف څخه برخمن شول.

د دې ادارې د فرامینو د تطبیق امر محترم مولوی شهید الله "خالد"، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د عفوې او تخیف په اړه فرمانونه په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلي کړي.

 

رجب المرجب ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS