د بامیان ولایت د زندان د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پیل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل دغه ولایت د زندان د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار جوړ شو، چې په کې د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، د اعاشې، اباتې، دبندیانو د انتقال، د هغوی د تسلیمولو طریقه او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شي.
داراز، د بامیان د زندان مسوولینو دا ډول سمینارونه د کارکوونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یاد کړل او د زندانونو چارو د سمون له ادارې یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
جمادي الاول ۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت