د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د مرکز او ولایتونو د زندانونو نظامي پرسونل ته د ښوونیز مسلکي کورس (۲۲) دوره پیل شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۱۰
معاونیت نظامی

دغه کورس، چې نن پیل او تر راتلونکو(۹۰) ورځو به دوام ولري په کې د هېواد د (۳۳) ولایتونو له زندانونو څخه  (۱۲۰) تنه افسران، او
 ساتنمنان ګډون کوي. 
 د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، چې د دې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد  قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محترم مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو نظامي مسولینو او موظفینو هم حضور درلود وویل،:» تاسو د دې لپاره را بلل شوي یاست چې لازم نظامي اصول زده کړئ، ځکه دا ستاسو مسئولیت دی او په سمه توګه ترسره کولو سره به یې هم الله (ج)، هم د هغه رسول(ص) او هم د هغه بنده ګان درڅخه راضي شي.
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یاد کورس له ګډونوالو وغوښتل، څو تر فراغت وروسته خپلو دندو ته په ورګرځېدو له زندانیانو سره خپل ښه چلند لاهم ښه کړي، ستونزو ته یې پروخت رسېدنه او په زندانونو کې ورته د بند د مودې ترپایته رسولو د ژوند خوندي فضا رامنځته کړي.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښونې وکړي.
یاده دې وي، چې په دې کورس کې د مرکز او ولایتونو د زندانونو (۱۲۰) تنه نظامي پرسونل ته د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونیز یا تعلیمي مرکز قوماندانۍ تجربه لرونکو استادانو له لورې د بندیانو د ساتلو، محاکمو او څارنوالیو ته د هغوی د لېږدولو، د بندیانو د بلوا یا شورش د کابو کولو، د زندانیانو د بشري حقونو او نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې به ورکړل شي.

ربیع الثاني ۲۷/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۶
Background image

مرکزي او ولایتي خبرونه: د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې له محجوزینو د کتاب لوستنې ازموینه واخیستل شوه

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د تنویر فرهنګي ټولنې له لوري د «ځوانانو مسوولیت» تر عنوان لاندې د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

د مسوولینو په وینا، یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

BACK TO NEWS