ولایتي خبرونه ( غور- سمنګان ) د غور ولایت په زندان کې (۱۳) تنو د ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو د ښوونیز او مسلکي زده کړو ۷ ورځني سمینار بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل
دغه ۷ ورځنۍ سمینار کې چې د یاد ولایت ۱۳ ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو په کې ګډون درلود د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له لورې زده کړې ورکړل شوې.
یادو ګډونوالو ته په نوموړي سمینار کې د تورنو د ساتلو، ښه چلند کولو، د هغوی د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ورکړل شوي دي.
د دې زندان مسوولینو د یاد سمینار ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له تورنو سره لا نور هم ښه چلند وکړي او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو دوی د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.
د یو بل خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لورې د سمنګان ولایت د زندان ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د حفظ الصحې توکو ترڅنګ د کمپلو مرسته وشوه
د یاد ولایت د مسوولینو په وینا، په دغه مرسته کې د حفظ الصحې توکو ترڅنګ کمپلې او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول چې د یاد محبس مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر ښځینه محبوسینو او محجوزینو وويشل شول.
ربیع الثاني ۲۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت