ولایتي خبرونه ( غور- سمنګان ) د غور ولایت په زندان کې  (۱۳) تنو د ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو  د ښوونیز او مسلکي زده کړو  ۷ ورځني سمینار بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل

news_admin
Sat, Oct 26 2024 2:20 PM
ولایتی

دغه ۷ ورځنۍ سمینار کې چې  د یاد ولایت ۱۳ ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو په کې ګډون درلود د نوموړي زندان  د تجربه لرونکو ښوونکو له لورې زده کړې ورکړل شوې.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي سمینار کې د تورنو د ساتلو، ښه چلند کولو، د هغوی د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ورکړل شوي دي.

د دې زندان مسوولینو د یاد سمینار ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له تورنو سره لا نور هم ښه چلند وکړي او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو دوی د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لورې د سمنګان ولایت د زندان ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د حفظ الصحې توکو ترڅنګ د کمپلو مرسته وشوه

د یاد ولایت د مسوولینو په وینا، په دغه مرسته کې د حفظ الصحې  توکو ترڅنګ کمپلې او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول چې  د یاد محبس  مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر ښځینه محبوسینو او  محجوزینو وويشل شول.

 

ربیع الثاني ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS