د بدخشان ولایت د زندان له (۸۱) تنو زندانیانو څخه ازموینه واخیستل شوه

د دې ولایت د زندان مسوولینو په وینا، د نوموړي زندان ۸۱ زندانیانو له ډلې ۱۵ تنه فقې، ۱۳ تنو سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) ۱۳ تنه د قرآن کریم د حفظ، ۱۱ تنو ناظرې، ۱۳ تنو د سواد زده کړې او ۱۱ تنو نوراني قاعدې په برخو کې زده کړې پای ته رسولې وې د اړوندو مسوولینو له لورې په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت د زندان مسوولین زیاتوي چې د یادې ازموینه موخه د ګډونوالو د پوهې لوړول دي چې د ازموینې د پایلو وروسته به نوموړو زاندانیانو د فراغت لپاره به بیلابیلې برنامې ونیول شي.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، چې د زندانیانو د ښې روزنې او پالنې لپاره په زندانونو کې مسوولین لازیات متوجې کړي، څو دوی وکولای شي پر مټ یې په راتلونکې کې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت وړ وګرځي.
ربیع الثاني ۲۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت