د بدخشان ولایت د زندان له (۸۱) تنو زندانیانو څخه ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Wed, Oct 23 2024 2:32 PM
بدخشان

د دې ولایت د زندان مسوولینو په وینا، د  نوموړي زندان ۸۱ زندانیانو له ډلې ۱۵ تنه فقې، ۱۳ تنو سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) ۱۳ تنه د قرآن کریم د حفظ، ۱۱ تنو  ناظرې، ۱۳ تنو د سواد زده کړې او ۱۱ تنو نوراني قاعدې په برخو کې زده کړې پای ته رسولې وې د اړوندو مسوولینو له لورې  په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

د یاد ولایت د زندان مسوولین زیاتوي چې د یادې ازموینه موخه د ګډونوالو د پوهې لوړول دي چې د ازموینې د پایلو وروسته به نوموړو زاندانیانو د فراغت لپاره به بیلابیلې برنامې ونیول شي.

د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، چې د زندانیانو د ښې روزنې او پالنې لپاره په زندانونو کې مسوولین لازیات متوجې کړي، څو دوی وکولای شي پر مټ یې په راتلونکې کې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت وړ وګرځي.

 

ربیع الثاني ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو  امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS