د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د (۳۳) ولایتونو په زندانونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د زېږېدو ورځ د قران عظیم الشان په مبارکو ختمونو سره ونمانځل شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۳۰
میلاد نبی ص

 

د دغې ادارې تر چتر لاندې د هېواد د (۳۴) ولایتونو په زندانونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه چې ویناوالو په کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ژوند لیک، سيرت او شخصیت مبارک ګډون والو ته ولوست.

په ورته وخت کې، د غونډې ویناوالو په خپل وار سره د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د لارې او طریقې په تعقیب ټینګار وکړ او د مراسموګډونوالو ته یې زیاته کړه  که خلک په سیاسي، اقتصادي او د ژوند ټولو چارو کې د پیغمبر (ص) لاره خپله کړي چارې به یې غوره او له برکته ډکې شي.

داراز، د یادو مراسمو ګډنوالو توقیفیانو، محبوسېنو او محجوزینو له اړوندو مسوولینو څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم)  د زوکړې برنامه برابره کړې چې له دې سره به دوی وکولی شي  د خپل خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)  له سیرت سره اشنا او د نوموړي مبارک د سیرت  سره سم عمل وکړي.

په پای کې، یاد مراسم د قران عظیم الشان په مبارکو ختمونو او د خیر دعایي په ویلو سره يای ته ورسېدل.

 

ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۲:۴۱
Background image

ولایتي خبرونه ( دایکندي، بامیان) د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د دایکندي ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار  پای ته ورسېد

د نوموړې ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د دایکندي ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې، مدیریتي چارو، سوانحو او د ګمارنې په برخه کې ورته هراړخیز معلومات ورکړل شول.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د (۳۳) ولایتونو په زندانونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د زېږېدو ورځ د قران عظیم الشان په مبارکو ختمونو سره ونمانځل شوه

 

د دغې ادارې تر چتر لاندې د هېواد د (۳۴) ولایتونو په زندانونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

ولایتي خبزونه (پکتیا- بغلان) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو  او د شعر او ادب مینوالو لپاره یوه ورځینۍ مشاعره جوړه شوه.

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ یې په یاد زندان کې د شعر او ادب مینه والو زندانیانو لپاره یوه ورځینۍ مشاعره چې د دې ولایت یو شمېر شاعرانو او ادیبانو په کې ګډون درلود جوړه. . .

BACK TO NEWS