د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د (۳۳) ولایتونو په زندانونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د زېږېدو ورځ د قران عظیم الشان په مبارکو ختمونو سره ونمانځل شوه
د دغې ادارې تر چتر لاندې د هېواد د (۳۴) ولایتونو په زندانونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه چې ویناوالو په کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ژوند لیک، سيرت او شخصیت مبارک ګډون والو ته ولوست.
په ورته وخت کې، د غونډې ویناوالو په خپل وار سره د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د لارې او طریقې په تعقیب ټینګار وکړ او د مراسموګډونوالو ته یې زیاته کړه که خلک په سیاسي، اقتصادي او د ژوند ټولو چارو کې د پیغمبر (ص) لاره خپله کړي چارې به یې غوره او له برکته ډکې شي.
داراز، د یادو مراسمو ګډنوالو توقیفیانو، محبوسېنو او محجوزینو له اړوندو مسوولینو څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) د زوکړې برنامه برابره کړې چې له دې سره به دوی وکولی شي د خپل خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) له سیرت سره اشنا او د نوموړي مبارک د سیرت سره سم عمل وکړي.
په پای کې، یاد مراسم د قران عظیم الشان په مبارکو ختمونو او د خیر دعایي په ویلو سره يای ته ورسېدل.
ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت