ولایتي خبزونه (پکتیا- بغلان) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو  او د شعر او ادب مینوالو لپاره یوه ورځینۍ مشاعره جوړه شوه.

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۵:۳
madin

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ یې په یاد زندان کې د شعر او ادب مینه والو زندانیانو لپاره یوه ورځینۍ مشاعره چې د دې ولایت یو شمېر شاعرانو او ادیبانو په کې ګډون درلود جوړه کړه.

نوموړي زندان د رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په وینا د دغې مشاعرې موخه د شعر او ادب مینه والو زندانیان هڅونه، د خپګان مخنیوی او د نوموړو د روحي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کول بللي.

په ورته وخت کې، د پکتیا ولایت د زندان زندانیانو د نوموړي زندان له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ د دغسې ادبي برنامو ترسره کول د هغوی پر فکري روحیې لوړولو کې  اغیزمن یاد کړل او د ورته نورو ګټورو برنامو د دوام غوښتنه یې وکړه.

 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

 

 د بغلان ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ یې په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

نوموړو مسوولینو  په وینا دغو سیالیو موخه د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د بغلان ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله د زندان له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې ورته نورې ورزشي برنامې هم جوړې کړي.

د یادولو ده چې د یادې لوبې په پای کې ګټونکې لوبډلې ته د لا هڅونې په موخه کپ ورکړل شو.

بل لور ته بیا د دغه زندان مسوولین زیاتوي چې د خپل روزل شوي تخنیکي ټېم په مرسته یې د زندان اته عراده وسایط رغولي چې په مرسته به یې په چارو کې چټکوالی رامنځ ته شي.

 

ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS