ولایتي خبزونه (پکتیا- بغلان) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو او د شعر او ادب مینوالو لپاره یوه ورځینۍ مشاعره جوړه شوه.
د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ یې په یاد زندان کې د شعر او ادب مینه والو زندانیانو لپاره یوه ورځینۍ مشاعره چې د دې ولایت یو شمېر شاعرانو او ادیبانو په کې ګډون درلود جوړه کړه.
نوموړي زندان د رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په وینا د دغې مشاعرې موخه د شعر او ادب مینه والو زندانیان هڅونه، د خپګان مخنیوی او د نوموړو د روحي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کول بللي.
په ورته وخت کې، د پکتیا ولایت د زندان زندانیانو د نوموړي زندان له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ د دغسې ادبي برنامو ترسره کول د هغوی پر فکري روحیې لوړولو کې اغیزمن یاد کړل او د ورته نورو ګټورو برنامو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ یې په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
نوموړو مسوولینو په وینا دغو سیالیو موخه د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د بغلان ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله د زندان له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې ورته نورې ورزشي برنامې هم جوړې کړي.
د یادولو ده چې د یادې لوبې په پای کې ګټونکې لوبډلې ته د لا هڅونې په موخه کپ ورکړل شو.
بل لور ته بیا د دغه زندان مسوولین زیاتوي چې د خپل روزل شوي تخنیکي ټېم په مرسته یې د زندان اته عراده وسایط رغولي چې په مرسته به یې په چارو کې چټکوالی رامنځ ته شي.
ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت