ولايتي خبرونه ( میدان وردګ، بغلان، بنجشیر) د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولینو د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۵:۴۱
madin

تېره ورځ د میدان وردګ ولایت د زندان د امر محترم مولوي صلاح الدین په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د نرخ  ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر  اړوندو چارو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت د زندان د نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې له  امنیتي وضعیت څخه ارزونه وکړه.

داراز، پلاوي د نوموړي توقیفخونې له مسوولینو او توقیفیانو سره هم ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

 

بل لور بیا، د ينجشېر د زندان مسوولینو تېره ورځ د دغه ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو یوه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د پنجشېر ولایت له زندانیانو سره هم له نږدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.

په ورته وخت کې، یاد پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به  یې د جرمي دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته چټکتیا ورکړي.

داراز، د دې ولایت د زندان یوه پلاوي د یاد ولایت د درې ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره لیدلي او نوموړو ته یې په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې کړي.

داراز، نوموړي پلاوي د دې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم لیدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اورېدلي او د نوموړو غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو  د برارولو په هدف د دوی غږ تر ادارې پورې د رسوولو ژمنه وکړه.

 

محرم الحرام ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS