د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې لسګونو ماشومانو ته د اختر د رارسېدو په مناسبت ډالۍ ووېشل شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۳:۵۴
mowen

په دې اړه د جوړ شوي مراسمو په ترڅ کې،  د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"،  د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او یوشمېر نورو  مسوولینو ګډون درلود، په خپلو خبرو کې کورنیو ته ډاډ ورکړ چې دوی دې خپلو اولادونو ته نه اندېښمن کېږي موږ د دوی لپاره د ښوونې روزنې ښه زمینه برابر کړې چې پرمټ به یې له بند وروسته د یو اصلاح شوې شخص په توګه ټولنې سره یوځای شي.  

دا راز ، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر هغو محجوزینو ته چې د عفوي او تخفیف له فرمانه برخمن شوي د مبارکۍ ترڅنګ نوموړو ته زیاته کړه چې په راتلونکي کې له ناوړه کړنو لرې او له دلته ورکړل شویو زده کړو څخه په استفادې نورو ته هم  پرښو کړنو د کولو  لارښوونه وکړي.

دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله مولانا  د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د یادو محجوزینو لپاره یاده چاره وستایله، او د مرکز له ماشومانو یې وغوښتل، څو په دغه مرکز کې  له ورکړل شوي فرصت څخه پوره ګټه واخلي او خپل وخت بېځایه تېر نه کړي.

 

همدا شان، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" د یادو مراسمو کډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: «محجوزین ماشومان چې اوس په دې مرکز کې اوسېږي دوی موږ ته د خپلو کورنیو امانت دی، نوموړو ته مو د امنیت، زده کړې، اصلاح او روزنې په برخه کې جدي پاملرنه ده او کورنیو ته یې ډاډ ورکوو چې د دوی له ماشومانو څخه مو ښه ساته او پالنه کړې او په راتلونکي کې هم ورته د لا غوره امکاناتو د برابرولو پلانونه لرو».

داراز، محترم مولوي ناصري په وینا د زندانونو چارو د سمون ادارې په دوامدارې پاملرنې او همکارۍ دا مهال د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو وضعیت تر ډېره ښه شوی، ستونزې یې حل شوي او لا هم په دې برخه کې کار روان دی څو محجوزین هم دیني، عصري او هم د حرفوي زده کړو پرمټ له ناوړه کړنو لرې،کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.  

همداشان، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پر محجوزینو د اختر په پار یوه یوه جوړه کالي او خواږه خواړه ووېشل شول، څو د اسلامي رویې ترڅنګ له روحي سکون څخه هم برخمن شي.

 

رمضان المبارک ۲۹/۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS