ولایتي خبرونه(غزني- پروان) د غزني ولایت د تجارت خونې ریاست د دې ولایت له زندان سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
د یاد زندان مسوولین زیاتوي، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره سم د دغه ولایت د تجارت خونې ریاست له لوري زندانیانو سره ۹۳ کارتنه قیماق، ۶۹ کارتنه بسکټ او ۳۵ کېلو ګرامه د شین چای مرسته شوې چې نوموړو هم په روڼه توګه په نوموړو ووېشلې.
دا راز، د دې زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ په نورو داخلي او نړوالي همکارو بنسټونو هم غږ وکړ چې په دې مبارکې میاشت کې له زندانیانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د یو بل خبر له مخې، تېره ورځ د پروان ولایت د کار او ټولنېزو چارو ریاست له لوري د دغه ولایت له ښځینه محبس سره د روغتیایي توکو مرسته وشوه.
دا راز، د دې ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه روغتیایي توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
رمضان المبارک ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
