ولایتي خبرونه(غزني- پروان) د غزني ولایت د تجارت خونې ریاست د دې ولایت له زندان سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

news_admin
Sat, Mar 16 2024 1:45 PM
ولایتی

د یاد زندان مسوولین زیاتوي، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره سم د دغه ولایت د تجارت خونې ریاست له لوري زندانیانو سره ۹۳ کارتنه قیماق، ۶۹ کارتنه بسکټ او ۳۵ کېلو ګرامه د شین چای مرسته شوې چې نوموړو هم په روڼه توګه په نوموړو ووېشلې.

دا راز، د دې زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ په نورو داخلي او نړوالي همکارو بنسټونو هم  غږ وکړ چې په دې مبارکې میاشت کې له زندانیانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، تېره ورځ د پروان ولایت د کار او ټولنېزو چارو ریاست له لوري د دغه ولایت له ښځینه محبس سره د روغتیایي توکو مرسته وشوه.

دا راز، د دې ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه روغتیایي توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

 

رمضان المبارک ۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS