د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس او د مالي اداري برخې اړوندو مسوولینو ترمنځ غونډه کې پر مهمو مالي مسایلو بحث وشو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۵:۱۷
raise

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د تعميراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سېد احمد " اسحاقزی" د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت"، د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود او یو شمېر نورو مربوطه مسوولینو ترمنځ جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د (۱۴۰۲) د ترسره شویو قراردادونو د اکمالاتو، راتلوونکي مالي کال پر پلانونو، حواله جاتو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هراړخیز بحث او د تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې سلا مشورې وشوې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف مستري ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړه څو د یادې ادارې تر چتر لاندې د ازادۍ سلب ټولو مرکزونو، پرسونل، زندانیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته په نوي مالي کال کې  د غوره امکاناتو چمتو کولو او نورو لازمو اړتیا وړ توکو برابرولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همداشان، د نوموړې غونډې ګډونوالو د راتلونکي (۱۴۰۳) لمریز کال په ترڅ کې په اصولي او قانوني توګه د تدارکاتي پلان پر ترتیبولو او له مخې یې د ادارې د اړتیاوو پر سنجولو او تشخیصولو هم بحث وکړ، چې پربنسټ به یې د زندانونو چارو د سمون اداره وکولی شي په منظمه توګه خپلې چارې پرمخ یوسي او د قراردادونو له لارې د اړتیا وړ توکي په قانوني او اصولي ډول چمتو کړي.

شعبان المعظم ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د ا.ا.ا د مشرتابه د هدایت پر بنسټ د کور او ښار جوړونې وزیر په مشرۍ پلاوي د ننګرهار مرکزي زندان وکوت

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه (حفظه الله) د هدایت پر بنسټ، د کور او ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب‌ اللّٰه حیات "حقاني" په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي د ننګرهار مرکزي زندان څخه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۴
Background image

د پکتیکا  ولایت په زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دوره پیل شوه

په دې اړه جوړو شویو مراسو کې د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په خپلو خبرو کې د مسلمانانو په ژوند کې د قران کریم پر ارزښت او اهمیت ټینګار وکړ او محبوسین او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د زندانونو چارو تنظیم ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ روزنیز مرکز څخه د امنیتي قطعې (۴۰) تنه ساتونکي او ساتنمنان فارغ شول

په دغه یو میاشتني کورس کې د امنیتي قطعې ساتونکو او ساتنمانو ته د نوموړي مرکز تجربه لرونکو استادانو له لورې په نظري او عملي توګه د عقیدتي، د بندیانو د ساتلو، هغوی سره ښه چلند کولو، د. . .

BACK TO NEWS