د پکتیکا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دوره پیل شوه
په دې اړه جوړو شویو مراسو کې د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په خپلو خبرو کې د مسلمانانو په ژوند کې د قران کریم پر ارزښت او اهمیت ټینګار وکړ او محبوسین او توقیفیان یې د الهي تقوا، د اخلاقو او کردار اصلاح، د پنځه وخته لمونځونو پابندۍ، توبې او الله تعالی (جل جلاله) دربار ته د رېښتني ستنېدو، د زندان قوانینو او نظم ته د درناوي، د ستونزو پروړاندې د صبر او زغم او د نفس د اصلاح لپاره وهڅول.
نوموړي زیاته کړله د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د زندانیانو سمبالول دي، څو د دنیا او اخرت کامیابي یې په نصیب شي.
هغه زیاتوي، قران کریم د انسان د ژوند تر ټولو غوره لارښود دی او هر مسلمان باید د هغه له لارښوونو څخه د خپل فردي او ټولنیز ژوند د اصلاح لپاره ګټه واخلي.
ربیع الاول ۲۶/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
