د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ۱۵مه ناسته کې پر یوشمېر حقوقي او تخنیکي مسایلو بحث وشو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۲:۳۹
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(چهار شنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"  له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن"سعید"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو پر یو شمېر حقوقي او تخنیکي مسایلو خبرې اترې وشوې.
 داراز، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

جمادي الثاني- ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست    
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

ولایتي خبر:(هرات) د هرات ولایت په زندان کې (۲۱۵)تنه محبوسین او محجوزین د قرآن کریم د تجوید، ناظرې، حرفوي زده کړو او سواد زده کړې له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، چې د دې ولایت د زندان او سیمه ییزو مسوولینو ګډون درلود، د زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین مخلص وویل، دغه تعلیمي او مسلکي پروګرامونه د دې لپاره تنظیم شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، غزني) د ننګرهار او غزني ولایتونو د زندانونو د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان او ترجمې ختمونه پایته ورسېده

د یادو زندانونو مسوولینو په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت او مغفرت میاشت ده،. . .

BACK TO NEWS