د سرپل ولایت د زندان مسوولینو د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۴:۵۹
سرپل

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملاګل‌محمد"بلخي"‌ تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو  د رامنځته کولو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه هم ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.   

جمادي الاول ۲۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۲۱
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، میدان وردګ، پروان) بامیان ولایت په زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د یاد ولایت د زندان او د حج اوقافو ریاست په همغږۍ پیل شوې وه، پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسو کې د بامیان ولایت د زندان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۸
Background image

د پکتیکا ولایت د زندان (۳۰) تنه بندیان د فلزکارۍ له حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین وایي، د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په همکارۍ، د حرفوي زده کړو په لړۍ کې د یاد زندان ۳۰ تنه بندیان د فلزکارۍ له. . .

BACK TO NEWS