د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۲:۳۹
ئخغثد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم په دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د  نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاوالرحمن "سعید"، او  یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي نیک محمد د سمونوالۍ په بست کې د دې ادارې د پېژند د عمومي مدیر په توګه او محترم مولوي شاه‌محمد "مفکر" چې مخکې د پېژند عمومي مدیر وو، اوس د سمونوالۍ په بست کې د پلان او اوپراسیون د عمومي مدیر په توګه د اړوندو مدیریتونو پرسونل ته وپېژندل شول.
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی چې موخه ترې د کارونو ښه والی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له نوموړو مسوولینو څخه په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.
همداشان، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د پېژند او پلان او اوپراسیون له مخکینیو مدیرانو څخه مننه وکړه او د هغو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له دواړو نويو ګومارل شویو مدیرانو څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، محترم مولوي نیک محمد او محترم مولوي شاه‌محمد "مفکر" په خپلو خبرو کې وویل: «موخه مو خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د مشرانو اطاعت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوو».  
په پای کې یاد مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

جمادي الاول ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS