په ننګرهار کې له ۱۰۰ تنو پخوانیو خوشې شویو بندي مجاهدینو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۵:۳۴
ننگرهار

تېره ورځ د یاد ولایت د خوشې شویو بندي مجاهدینو د کمېسیون په هلوځلو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له لورې ۱۰۰ تنو پخوانیو خوشې شویو بندي مجاهدینو سره د یو لړ برابرو شویو خوراکي توکو مرسته وشوه. 
داراز، نوموړو مجاهدینو د ننګرهار ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي له ریاست څخه د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ ورسره شوې مرسته اړینه وبلله او له نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو څخه یې هم په ورته مرستو او همکاریو ټینګار وکړ.

شعبان المعظم ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له رئیس محترم ملا بهاوالدین سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، بلخ، نورستان) د ننګرهار ولایت په زندان کې (۴۴) تنه ښځينه زندانيانې له ديني زده کړو فارغې شوې

 د نوموړي زندان  د ښوونې او بيا روزنې مديريت له لوري د زندان په ښځينه بلاک کې ۴۴ تنه ښځينه زندانيانې، چې د ښځينه ښوونکو له خوا ورته تدريس کېده، د قرآنکريم د تجويد، سيرت النبي ﷺ او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل شپږو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د مسوولینو  په وینا،. . .

BACK TO NEWS