ولایتي لنډ خبرونه: (پکتیا، سرپل) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو تر منځ د والیبال دوستانه سیالیو تورنمنټ پیل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۳۰
ولایتی

پکتیا ولایت د زندان مسوولین وايي  تېره ورځ په یاد زندان کې د زندانیانو د سالمې روزنې په موخه  ورزش مینه والو  ته د زندانیانو ترمنځ د والیبال سیالیو تورنمنټ په لاره وچول شو.
د دې ولایت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" په وینا دغو سیالیو موخه د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د پکتیا ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرانونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.


د یو بل خبر له مخې، د  سرپل ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر په دنده وګومارل شو  

د دې ولایت د زندان مسوولینو له لورې محترم مولوي عزت الله د یاد ولایت د زندان د نوي نظامي مدیر په توګه د زندان پرسونل ته معرفي او رسماً یې په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.
داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني نظامي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عزت الله هم د ادارې له خوا ده ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.

ذوالقعدة الحرام ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه : (غور، هرات) د غور ولایت د زندان (۷۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي د ترکیې هېواد د زندانونو ادارې عمومي رئیس سره ولیدل.

 

د ا.ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په استانبول کې د ا.ا.ا. جنرال قونسل محترم مفتي محمد عظيم "عظيمي" په ملتیا د  زندانونو د روزنې او. . .

BACK TO NEWS