ولایتي لنډ خبرونه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۷:۱
خبر ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، تېره ورځ د محترم مولوي عبدالفتاح " فاتح" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، د هېواد په شمال کې کاپیسا ولايت ته سفر وکړ او هلته یې د نوموړي ولایت د زندان له مسوولینو او پرسونل سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
پلاوي د یاد ولایت د زندان له کاري او اداري شعبو، تعمیراتي، خوړو(اعاشې)، برېښنا او روغتیايي چارو او بېلا بېلو برخو ارزونه کړې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي.
د محترم فاتح په مشرۍ دغه پلاوي، د نوموړي زندان بنديانو سره هم له نږدې کتلي، د هغوی وضعیت یې ارزولی او د زندانونو مسوولينو ته يې د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او غوښتنو ته پر رسېدنې ټینګار کړی دی.
د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت د استیناف محکمې، استیناف څارنوالۍ، امنیه قومندانۍ او د استخباراتو د ریاست د استازو په ګډون د ټاکل شوي کمېسیون له خوا د قانون او اوصولو پربنسټ، نن(چهارشنبې) د دغه ولایت د زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو په لړ کې د (۱۰) تنو هغو بنديانو پر ازادېدو پرېکړه وشوه، چې جرمونه يې لږ او د بند موده يې کمه وه.
همداشان، ‏ياد کمېسيون به تر پوره غور او څېړنې وروسته د يو شمېر نورو هغو بنديانو چې جرمونه يې زیات نه وي او يا يې د بند موده لږه پاتې وي، پر ازادېدو پرېکړه وکړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما دفتر له خوا د پکتیا ولایت د زندان نويو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره یو ورځینی ښوونیز سیمینار پایته ورسېد، چې په کې د زندانیانو د بشرې حقونو د اصولو او معیارونو د رعایتولو په اړه ګټور معلومات او عامه پوهاوی ورکړل شو.
بلخوا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د خپلې اړوندې مرکزي برخې له خوا، د فراه ولایت زندان ته د کمپلو، پټوانو او جورابو په ګډون ژمني توکي استول شوي وو، چې د نوموړي زندان د مسوولينو له خوا نن پر(۵۴۰) تنو بندیانو باندې په پوره روڼتیا او امانتولۍ وويشل شول.
او د یو بل خبر له مخې، د تخار ولایت د زندان د امریت له خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په همغږۍ د دغه ولایت د ښځینه زندان په وړکتون کې د ښځينه بندیانو د ماشومانو لپاره یو درسي ټولګی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ربېع الثاني ۱۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاس

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS