ولایتي خبر (پکتیکا) د پکتیکا ولایت په زندان کې زندانيانو ته د خياطۍ عملي زده کړې پيل شوې
د یاد ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت له لوري د پکتیکا زندان له مسولينو سره په همغږۍ زندانيانو ته د خياطۍ عملي زده کړې پيل شوې.
د دې زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین"په وینا؛ یاد کورس به زندانیانو ته د کسب، کار او عایداتو په رامنځ ته کولو کې مهم رول ولوبوي.
په پای کې، زندانیانو د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه د برابرو شویو سهولتونو او زده کړو په پار مننه وکړله.
ربېع الاخر ۱۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
