ولایتي خبرونه (پکتیا، میدان وردګ) د پکتیا ولایت په زندان کې د بیا رغونې چارې پایته ورسېدې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د پکتیا ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د دغې ادارې په مالي لګښت په یاد زندان کې د بیا رغونې چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې پایته ورسېدې.

د پکتیا ولایت د زندان د رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په خبره، د برېښنایي سیسټم بیا فعالول، رنګمالي او د ویجاړو شویو برخو بیا ترمیم په دې چارو کې شامل وو.

همداشان، نوموړي مسوولین وايي، د دغه زندان د بیا رغونې چارې په ښه او معیاري توګه بشپړې شوې، چې له امله به یې زندانیانو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان یوه پلاوي د جلریز او نرخ ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه او د یادو توقیفخونو د مسوولینو غوښتنې او ستونزې يې له نږدې واورېدې

د نوموړي زندان یو پلاوي چې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ او  استخابراتو مسوولین هم ورسره مل وو، د یادو ولسوالیو د توقیفخونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوي ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه يې واورېدل او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.

 

ربیع الثاني ۱۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS