ولایتي خبرونه (پکتیا، میدان وردګ) د پکتیا ولایت په زندان کې د بیا رغونې چارې پایته ورسېدې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د پکتیا ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د دغې ادارې په مالي لګښت په یاد زندان کې د بیا رغونې چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې پایته ورسېدې.
د پکتیا ولایت د زندان د رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په خبره، د برېښنایي سیسټم بیا فعالول، رنګمالي او د ویجاړو شویو برخو بیا ترمیم په دې چارو کې شامل وو.
همداشان، نوموړي مسوولین وايي، د دغه زندان د بیا رغونې چارې په ښه او معیاري توګه بشپړې شوې، چې له امله به یې زندانیانو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان یوه پلاوي د جلریز او نرخ ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه او د یادو توقیفخونو د مسوولینو غوښتنې او ستونزې يې له نږدې واورېدې
د نوموړي زندان یو پلاوي چې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ او استخابراتو مسوولین هم ورسره مل وو، د یادو ولسوالیو د توقیفخونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوي ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه يې واورېدل او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.
ربیع الثاني ۱۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت